IQNA

د مالیزیا مقابلې د نړۍ بهترین قرآنی پروګرام شو

8:47 - April 24, 2016
د خبر لمبر: 3479995
نړیواله ډله: د مالیزیا د قرآن کریم نړیواله مقابلې چې د دغه هیواد د اسلام خپرونې سازمان له اړخه د جاکیم په نوم پیل شوي وې د کویت قرآن نړیواله مقابلو کې د نړۍ قرآنی پروګرامونو له نظره انتخاب شو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «Bernama» خبرونو نه په نقل، د جاکیم مشر عثمان مصطفی اعلان کړې: دا جایزه دې کال د کویت باچا احمد جابر الصباح له اړخه د تجربې په توګه او د کال ۱۹۶۱ نه تر اوسه د قرآن کریم نه د خپل وس پورې د نړۍ په سطح درناوي کولو باندې انتخاب شوې.

هغه زیاته کړه: دا یو انتظار نه لرونکې پېښه وه، ځکه چې ما کوښښ فقط دا وو چې دا مقابلې په ښه ډول سره پيل کړم او را ته پته نه وه چې د نورو هیوادونو غړې به د دې مقابلو څېړنې او څارنې کوې او زمونږ محنت ته پام کوې.

عثمان مصطفی همدارنګه وویل: سر د دې پروګرام په ښه ډول پيل کولو نه سربېره، د مالیزیا قرآن مقابلو کې د داوري او د امتیاز ورکولو سیستم د نورو هیوادونو لپاره یو معیار کې تبدیل شوې چې د هم د انتخاب یوه وجه وه.

د مالیزیا نړیواله قرآنی مقابله د تلاوت په میدان کې یو قرآنی مقابله وه چې په کال ۱۳۳۹(۱۹۶۱ کال) کې مالیزیا کې پیل شوې، او د حفظ مقابله په دې اخیرنۍ کلونو کې ورسره هم زیاته شوي ده.

د داورانو له اړخه د قرآن کریم قرائت او حفظ مقابلو کې د امتیاز ورکولو طریقه په دې ډول ده چې د قرآن کریم حفظ کې د حفظ ۵۵ امتیاز، د تجوید او فصاحت ۳۵ امتیاز او د غږ، لفظ ادا کولو او لحن ۱۰ امتیاز لري او د قرائت په میدان کې د تجوید ۴۰ امتیاز، د لحن ۲۵ امتیاز، فصاحت ۳۵ امتیاز او د غږ ۱۵ امتیاز ورکړې کېږي.

د مقابلې د قانون په رڼا کې ګډون کوونکې قاریانو ته د مقابلې په ورځې او په ټاکلې شوي وخت باندې د مقابلې آیتونه ښودلې کېږي چې قاري به یی ۱۰ دقیقو کې تلاوت کوې.

د مالیزیا قرآن نړیواله مقابلو ۵۸ دوره له ۱۳ نه تر ۱۸ اردیبهشت به د کوالالمپور نړیواله تجارتي مرکز «پوترا» کې پيل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3491034

captcha