قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الفرات نیوز خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا مراسم د قرآن کریم آیتونو تلاوت سره شورو شو او د عراق شیعیانو اوقاف ادارې مشر سید علاء موسوي، په خپل تقریر کې د پرانیستې په مراسمو کې د عسکریین علیهما السلام زیارت چارواکو نه ستاینه وکړه.
په ادامه کې د امام باړې او جومات پرانیستلو مراسمو کې عسکریین علیهما السلام د زیارت چارواکې حجت الاسلام و المسلمین ستار مرشدی، د دې پروګرام بسپنه ورکوونکې طارق الخیکانی او یو شمېر د عسکریین زیارت چارواکو په شتون کې د پرانیستا کوداله په ځمکه ووهل شوه.
په دې مراسمو کې طارق الخیکانی هم په خپل بیان کې وویل: د امامین عسکریین علیها السلام د شتون په برکت په سامرا کې د لومړي جومات او امام باړې بنسټ کېدلې شو او مونږ د زایرانو په مختلفو دینی مراسمو او په ملیونو زیارت کوونکو خدمت کولو لپاره الله نه دعا کوو.
هغه تاکید وکړو: د سامرا ښار په عراق کې د یووالی ساتنه او د هغې ثبات لپاره زیات شهداء ورکړي.
نرګس د امام مهدی عج مور بي بي او د حضرت امام عسکری علیه السلام کور ودانه ده، د مشهور قول په رڼا کې هغه د روم شهزادګۍ وه خو ولی دقیق اطلاعات د هغوي په اړه معلوم نه دي.
ځنې وایئ د امام زمان عج الله تعالی فرجه الشریف مور بي بي د امام عسکري علیه اسلام د شهادت نه مخکې وفات شوي وه، خو ولی ځنې کتابونو کې راغلې چې هغه د امام عسکري علیه السلام د شهادت په وخت د هغوي خپو مبارکو ته موجود وه.
د نرګس خاتون سلام الله علیها زیارت د عسکریین علیهما السلام په حرم کې دننه د امام هادي علیه السلام او د امام حسن عسکري علیه السلام سره پخوا کې موجود دي.
http://iqna.ir/fa/news/3654200