IQNA

په پنانګ کښې نهم حلال نړیواله کانفرانس او نندارتون

10:08 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480982
نړیواله ډله: د مالیزیا په پنانګ کښې حلال نړیواله کانفرانس او نندارتون نهم کال باندې له ۶نه تر۸ بهمن پورې د «نوښت او تخلیق» شعار سره پیل کېږي.
په پنانګ کښې نهم حلال نړیواله کانفرانس او نندارتونقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Star ورځپاڼې نه په نقل، د پنانګ په حلال نندارتون کښې له ۳۳۰ غرفو نه زیات حلال محصولات به د ننداره کوونکې کوربانه وې او ښکارې داڅې چې له ۴۰ زرو نه زیات کسان به له دې نندارتون کتنه وکړي.
د حلال نړیواله کانفرانس په برخه کښې به حکومتي او صنعتي مشران، د تكنوكراسۍ پلوي، د حلال پوهاند، تولید کوونکې، اخیستونکې، استادان او څېړونکې، رسنۍ، حلال شرکتونه، قانون جوړونکي، پانګه اچوونکي، سوداګر، پوهنتون او څېړنیزه موسسې ګډون کوي.
د مختلفو هیوادونو نه د حلال وروستی موندنې او لاسته راوړنې په هکله به تقریرونه کوي.
د نړیواله حلال پخوونکو پنځه مقابلې هم د حلال نندارتون او کانفرانس سره پيل کېږي او په هغې کښې کار پوهان او محصلان به له یو بل سره مقابلې کوي او د نړۍ مشهورو داورانو له اړخه به قضاوت کېږي.
دا غونډه به تر درې ورځو په حلال صنعت کښې وروستي موندنې او د حلال نړیواله ټولنې لپاره په نړۍ کښې نوې ستونزې او مقابلې، تجارتي اړیکو ته وده او په حلال میدان کښې نړیواله ملګرتیا، د نظرونو تبادلې لپاره د حلال ټولنو ترمنځه شبکه جوړول او د هغې په هکله اطلاعاتو هدف سره پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3682568
captcha