IQNA

په کراچۍ کښې د قرآن کریم شیعه او سنی ښوونکو لپاره د روزنې ورکشاپ

9:44 - January 23, 2018
د خبر لمبر: 3480991
نړیواله ډله: د دې کال بهمن میاشتې ۵ باندې د قرآن کریم شیعه او سنی ښوونکو لپاره د روزنې ورکشاپ په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان په همت سره پیل کېږي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د کراچۍ د قرآن کریم روزونکو ښاغلې رحمت الله او ښاغلې امتیاز علی په دې ښار کښې د ایران کلتوری سازمان مشر محمد رضا باقري سره یی کتنه او خبرې وکړي.
باقري په دې کتنه کښې وویل: په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د قرآن کریم د روزنې ورکشاپ پیل کولو هدف د کوربو په ټولنه کښې د قرآنی علمونو تعلیم کیفیت ته وده ورکول او د قاریانو، حافظانو او فعال مرکزونو او په کراچۍ کښې د قرآن کریم په علمونو وړاندې کوونکو کښې مؤثر کسانو سره محکمې اړیکې او پېژندنه او په قرآن کریم کښې همکاري ده.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم پروګرامونه لکه د حفظ او قرائت مقابلې، د روزنې او ښودنې غونډې پیل کول او د قرآنی روزونکو روزنه کول په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان له اساسي دندو ده، نو ځکه مونږ هڅه کوو چې د قرآن کریم په فعالیتونو کښې لاس لرونکو له قاریان، حافظان، خطاطی او د قرآن کریم علمونو استادانو سره همکاري وکړو.
د کتنې لپاره راغلې د قرآن کریم روزونکې ښاغلو هم د ایران کلتوری سازمان مشر نه مننه وکړه او د قرآن کریم روزنې ورکشاپ چې په ۵ بهمن پیل کېږي په اړه یی د خپل چمتو والی او همکاري باور ورکړو.
په اخیره کښې وټاکلې شوه چې د قرآن کریم روزنې ورکشاپ به په پنځم بهمن باندې د شیعه او سنی معتبر قرآنی علمونو تعلیمي مرکزونو نه به د قرآن کریم روزونکو شتون سره په دوه مرحلو کښې سهار او مازديګر ۶ ګېنټو لپاره په کراچۍ کښې د ایران کلتوری سازمان مشري سره پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3683627
captcha