د ایکنا راپور له مخې، د عرب ۴۸ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پوهنتون استاد او د فلسطین غوره شنونکې فادی محمد البطش د مالیزیا مرکزی ښار کوالالمپور په شمال کښې واقع د ګومباک په ښار کښې ژوند کولو.
هغه د اردیبهشت میاشتې په لومړی تاریخ د خپل کور سره نږدې جومات ته سهار لمونځ لپاره تللو چې په موټر سائیکل سور دوه کسانو له اړه په سر ویشتو، چې له کبله یی په ځای مړ شو.
فادی محمد بطش د غزی په شمال کښې د جبالیا ښار اوسېدونکې وو چې د مالیزیا په ګومباک ښار کښې د یو غیر حکومتی پوهنتون استاد وو او هم په دغه ښار کښې د یو جومات امام هم وو.
بطش یو مشهور فلسطینی شنونکې وو چې د عرب نړۍ غوره څېړونکې جایزه یی هم ترلاسه کړی وه.
فادی البطش ۳۵ کلن وو او د ټول قرآن کریم حافظ هم وو هغه د درو بچو پلار وو.
د اسلامی جهاد غورځنګ مشر خالد بطش، د دې فلسطینی پوهاند ترور مسئول د رژیم صهیونیستی جاسوسي اداره موساد اعلان کړي ده.
http://iqna.ir/fa/news/3707401