د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،په دغه دوه ورځني کانفرنس کښې چې د جامعه المصطفی العالميه په کورباتوب کيږي د افغانستان د جامعه المصطفی مدير او د دغه کانفرنس سېکتر حجت الاسلام مطفی محامي وويل، جامعه المصطفی د يوې ديني، علمي او نړيوالې ادارې په توګه د نړيوال رول لوبو لپاره د اسلام د مبين دین د تعليماتو د پياوړتيا او د نوي اسلام تمدن د بنياد اېښودو په لړ کښې له ټولو مخکې ده.
د افغانستان د جامعه المصطفی العالميه مدير د دغه کانفرنس شپږواصلي محورونو ته اشاره وکړه او وې ويل، مفهوم پېژندنه او کلي مباحث، رغونکې موضوع ګانې، د سافټ وئير او هارډ وئير اړخونه، د افغانستان د علماو رول او د اسلامي تمدن په محوريت سره د اوسنۍ زمانې مشکلات د مشهد په کانفرنس کښې څېړونکې موضوع ګانې دي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74308