IQNA

یونیسف د یمني ماشومانو وژله وغندله

17:57 - July 04, 2018
د خبر لمبر: 3481303
نړیواله ډله: د ملګرو ملتو د ماشومانو صندوق (یونیسف) یوځل بیا پر یمن د سعودي ائتلاف په پوځي تیري کښې د ماشومانو وژله وغندله.

د ایکن
ا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقلیونیسف پرون وویل: د یمن خلاف د عربستاني ائتلاف د جنګ په وجه تراوسه ۲ زره او ۲ سوه یمني ماشومان وژل شوي دي او زیات شمیر نور هم د لوږې یا د خوریدونکو ناروغیو له امله د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د یونیسف د رپورټ له مخې د یمن په جنګ کښې لږترلږه ۳ زره او ۴ سوه یمني ماشومان زخمي شوي هم دي.

په یمن کښې د عربستان او د هغه د انډیوالانو جنګ جوړونه تراوسه د څه باندې ۱۴ زرو یمنیانو د وژلې، د لسګونو زرو د زخمي کیدو او د میلیونونو نورو د بې کوره کیدو سبب شوې ده.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i74308

بچوې: د ایکن
captcha