IQNA

د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو غزه بمباري کړه

16:58 - July 14, 2018
د خبر لمبر: 3481324
د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو بیګا نیمه شپه پر غزې توغندوي بریدونه کړي دي.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،فلسطیني سرچینو ویلي چې د صهیونیسټي رژيم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په مرکز او شمال کښې د فلسطین د مقاومتي ځواکونو سنګرونه بمباري کړي دي.
د دې حملو د مرګ ژوبلې او مالي تاوان په هکله لا کوم رپورټ نه دی ترلاسه شوی.
صهیونیسټي رژیم د تیر کال له دسمبر میاشتې څخه پر غزې تړانګې د خپلو هوايي بریدونو نوی پړاؤ پیل کړی دی چې تراوسه پکښې زرګونه فلسطینيان شهیدان او زخمي شوي دي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i74661

بچوې: pashto news
captcha