IQNA

د یمن په الحدیده ولایت د سعودی جنګی الوتکو تیریګری حملی

19:43 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481536
نړیواله ډله: د سعود رژیم تیریګرو جنګی الوتکو، د« الحدیده » ولایت یو شمیر سیمی بمباری کړې.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د مهر خبری آژانس د نن یکشنبی د راپور په اساس، د یمن په لویدیځ د«الحدیده» په ولایت، د سعودی تیریګرو الوتکو په حمله کی، یو شمیر غیر پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یمن پوځ او ؤلسی کمیټو هم،د سعودی جنګی الوتکو د حملو په ځواب کی، په سعودی رژیم پوری لس پیلی مزدوران، د یمن په مرکز کی، د«البیضاء» په ولایت کی هلاک کړل.
یمنی ځواکونو همداراز، د الحدیده ولایت په لویدیځه سمندری غاړه کی، د«الدریهمی» په سیمه کی د سعودی تیریګرو، دری زغر لرونکی ګاډی ویجاړ کړل.
په همدی حال کی د سعودی تیریګرو اډې، په سرحدی سیمو کی د یمنی ځواکونو په توغندویو وویشتل شوې.
د یو بل خبر له مخی؛ د یمن په جنوب کی د«عدن» بندر، تیره شپه؛ د عربستان او امارات  د ظالمانه تیری په ضد د پراخو مظاهرو ډګر ؤ.  
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i76699
captcha