IQNA

په انګلستان کې :محمد: ترټولو محبوبه نامه ګرځول شوي

19:54 - September 23, 2018
د خبر لمبر: 3481540
نړیواله ډله: د انګلستان د احصایو دملی ادارې د راپور په اساس ، سیاستوالانو نامې ، په دغه هیواد کې د مورپلار لپاره څه خاص جذابیّت نه لری .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د ګارډیّن  ورځپاڼې له قوله راپورراکړ  د انګلستان د  احصایو ملی ادارې  دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، په تیر یوه کال کې   هغه ترټولو زیاتې نامې چې  د دغه هیواد د نوزیږو لپاره ثبت شوی دی ،  د محمد ، اولیور  او اولیویا   نامې دی .
 د دغه راپور په اساس  په بریتانیا کې د نوزیږو لپاره دمحمد  نامې کیښودل  په اوڅاره توګه زیات شوی دی او په راتلونکو کلونو کې  به دغه نامه  د دغه هیواد په واټونو او کوڅو کې  کې  لازیاته واوریدل شی .
  مسلمانان د انګلستان   دنفوسو کابو پنځه فی صده برخه جوړوی ، خو  زیاتره مور پلار ترجیح ورکوی ، چې  خپل زامن  محمد ونوموی .
 د بریتانیا داحصایو  ملی ادارې  همداراز وئیلی دی ،په دغه هیواد کې   د نوزیږو  انجونو لپاره  هم د لیلا ،  نامه   په ترټولو محبوبو لسو نامو کې  ده او د سارا نامه هم     د سلو محبوبو نامو په لیسټ کې شاملې دی .
 د انګلستان  د  احصایو دملی ادارې د راپور په اساس ،  سیاستوالانو نامې ،  په  دغه هیواد کې د مورپلار لپاره څه خاص جذابیّت نه لری .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76660
captcha