IQNA

د اروپا د بشري حقونو محاکمې د مسلمانې ښځې په ګټه حکم

19:26 - September 24, 2018
د خبر لمبر: 3481544
نړیواله ډله: د اروپا بشري حقونو سترې محاکمې یو حکم صادر کړي چې د دغه حکم په رڼا کښې، په بلژیک کښې د یوې مسلمانې ښځې د محکمې په غونډه کښې حجاب سره شتون او د هغې دینی آزادی حق نقض شوي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د اوپن سوسایټي فونډیشنز نه په نقل، په کال ۲۰۰۷ کښې مېرمن هاجر لاشیری غوښتل چې د بلژیک په یوه محاکمه کښې د ورور د مرګ د کیس لپاره ګډون کړی وو، خو ولی د محاکمې په دغه غونډه کښې، محاکمې د دغه هیواد د یو بل قانون په رڼا کښې په سر باندې هر قسمه حجاب لرل د محکمې د حکم د ګډوډولو باعث وګڼلو، او هغې ته یی د حجاب لرې کولو حکم صادر کړو.
هغې په شورو کښې د بلژیک په محاکمه کښې او بیا د اروپا بشري حقوقو په سترې محاکمه کښې شکایت وکړو.
د اروپا د بشري حقوقو سترې محکمې دغه قانون په دینی آزادۍ غيرعادلانه مداخله وټاکلو. دې محاکمې اعلان وکړو چې حجاب سره د ښځو نه په محاکمې کښې مخنیوي د محاکمې حکم نه ګډوډه وې او د مېرمن لاشیر دینی ازادۍ ته نقصان رسېدلی.
دا لومړي ځل دی چې دې محاکمې د یوې مسلمانې ښځې د دینی ازادۍ او په سر د حجاب لرلو په حق کښې حکم ورکړی. د دې حکم ټینګار سره به په بلژیک کښې د حجاب لرلو په قانون کښې به هم بدلون راشې.
http://iqna.ir/fa/news/3748802
captcha