IQNA

امریکا دیمن دخلکو پرضد جنایت کښې شریکه ده

22:26 - September 25, 2018
د خبر لمبر: 3481545
نړیواله ډله: دامریکا نیشنل اینټرسټ سایټ ولیکل واشنګټن باید په یمن کښې د سعودی عربستان د جنګی جنایتونو په باره کښې د ځان له بې ګناه ښودلو ډډه وکړی.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، په یمن کښې د سعودی عربستان د هرډول جنایتونو په ردولو کښې د امریکا له خندا ډاکه تائیدیه په یمن کښې د سعودی عربستان د جنایتکارانه او د جنګ غواړی ستراتیژۍ اصلی عامل ده .
دغه سایټ ولیکل د ډونالډ ټرمپ حکومت د سعودی عربستان په  ملاتړ کولو سره دامریکا په بهرنی سیاست کښې د اخلاقو د ځوړتیا سبب شوی دی .
د امریکا نیشنل اینټرسټ سایټ زیاته کړه په یمن کښې دسعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو د د زیاتو جنګی جنایتونو په اړه ډیر شواهد شته او ددغو دوو(۲)هیوادونو اقدامات په یمن کښې د ساری د ناروغیو د خپریدا او د قحطۍ د رامینځته کیدا سبب شوی ده او د یمن د ملکی خلکو وژله دې حد ته رسیدلی ده چې په اسانۍ سره یې اندازه لګول مشکل دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i76722 
captcha