د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان پولیسو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ، له افغانستانه په پاکستان کې دترهه ګرۍ د هدایتولو یوبل ثبوت هم ترلاسه شو .د سند صوبې د دادو په ګاج سیمې کې پولیسو په یولړ عملیاتو کې د کراچۍ د صفورا ګوټ د پیښې یو مهم تورن نیولی دی . راپور ښئ دغه نیول شوی ترهه ګر پخپلو لومړنیو اعترافاتو کې ډیر مهم انکشافات کړی دی .
دسند صوبې د دادو ضلعې ایس ایس پی تنویر تنیّو په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی تورن نوید یو افغانی دی ، اوله کابله دادو سیمې ته ورغلی ؤ چې د پټو اطلاعاتو په اساس په ګاج سیمې کې نیول شوی دی . هغه هڅه کوله له بلوچستانه سند صوبې ته لاړ شی او د ځینو ورانکاریو پلانونه وکړی .
په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ، دنیول شوی ترهه ګر نوید له منګولو یو ځان مرګی جیکټ او یو شمیر وسله او نور مهمات هم تر ګوتو شوی دی . ویل کیږی ، چې نوید به په نوشهروفیروز کې د ترهه ګرۍ ضد عدالت کې محاکمه شی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76763