IQNA

له کابله پاکستان ته تللی د القاعدې یو مهم کمانډر ونیول شو

22:31 - September 25, 2018
د خبر لمبر: 3481546
نړیواله ډله: دنیول شوی ترهه ګر نوید له منګولو یو ځان مرګی جیکټ او یو شمیر وسله او نور مهمات هم تر ګوتو شوی دی . ویل کیږی ، چې نوید به په نوشهروفیروز کې د ترهه ګرۍ ضد عدالت کې محاکمه شی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان پولیسو دیوې خبرتیا په خپرولو سره وئیلی دی ،   له افغانستانه په پاکستان کې  دترهه ګرۍ د  هدایتولو یوبل ثبوت هم ترلاسه شو .د سند صوبې  د  دادو    په ګاج سیمې  کې  پولیسو په یولړ عملیاتو کې  د کراچۍ د   صفورا ګوټ  د پیښې  یو مهم   تورن نیولی دی . راپور ښئ   دغه نیول شوی ترهه ګر  پخپلو لومړنیو  اعترافاتو کې ډیر مهم   انکشافات کړی دی .
 دسند صوبې د دادو ضلعې  ایس ایس پی   تنویر تنیّو  په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی  تورن نوید  یو افغانی دی ،  اوله کابله  دادو سیمې ته ورغلی ؤ  چې  د پټو اطلاعاتو په اساس  په ګاج سیمې  کې نیول شوی دی .  هغه  هڅه کوله له بلوچستانه  سند صوبې ته لاړ شی او  د ځینو ورانکاریو  پلانونه وکړی . 
 په دغې خبرتیا کې وئیل شوی دی ،  دنیول شوی  ترهه ګر نوید  له منګولو  یو ځان مرګی جیکټ  او یو شمیر وسله او نور مهمات هم تر ګوتو شوی دی . ویل کیږی ، چې  نوید  به  په نوشهروفیروز   کې  د ترهه ګرۍ ضد عدالت کې   محاکمه شی .  
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i76763
captcha