IQNA

ملګری ملتونه دافغانستان دپارلیمانی انتخاباتوپه شفاف ډول ترسره کیداسره مرسته کوی

22:37 - September 25, 2018
د خبر لمبر: 3481548
نړیواله ډله: د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر له موجوده مشکلاتو د وتلو لاره دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا دافغانستان او پاکستان ترمینځ صادقانه ملګرتیا وبلله .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ملګروملتو سرمنشی آنتو نیو ګوتریش  بیګا  په نیویارک کې د افغانستان دملی وحدت حکومت داجرائی شورا له مشر  عبدا...عبدا... سره  په کتنې کې  په افغانستان کې سیاسی ثبات او امنیت  د  دغه نړیوال اورګان  یوه هیله وبلله .  په دغې کتنې کې عبدا...عبدا.... هم  وئیلی دی ،  دافغانستان حکومت  له یائیو میټرک سسټمه  په استفادې سره   د باؤری او شفافو  انتخاباتو ترسره کولو ته پابند دی او    دملګروملتو پشمول له نړیوالو ټولنو سره  ملګرتیاکوی.
 دافغانستان  د ملی وحدت حکومت  داجرائی  شورا مشر  له موجوده مشکلاتو  د وتلو لاره   دسیمه ایزو هیوادونو په تیره بیا    دافغانستان او پاکستان ترمینځ  صادقانه ملګرتیا وبلله .
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76750
captcha