IQNA

په کندهار کښې پرله پسې درې چاودنې شوې دي

22:48 - September 25, 2018
د خبر لمبر: 3481550
نړیواله ډله: د افغانستان د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د ښار په دوهمه امنيتي حوزه کې درې د ماين چاودنې شوې او يواځې يو پوليس په کې ژوبل شوى دى.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د کندهار ولایت چارواکي وايي چې د ښار په دوهمه امنيتي حوزه کې درې د ماين چاودنې شوې او يواځې يو پوليس په کې ژوبل شوى دى.دغه چاودنې بیګا د ماخوستن په څه کم اتو بجو شوې دي.
د کندهار ولايت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د کندهار ښار د دوهمې امنيتي حوزې اړوند ۳ د ماين چاودنې شوې دي.
سرچينه کاږي، تر لومړۍ چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړه خو وروسته دوه نورې چاودنې شوې دي.
سرچينه زياتوي، په نوموړو چاودنو کښې خاص تلفات نشته، يواځې يو پوليس سطحي ټپي شوى او نورو عامو خلکو ته زيان نه دى رسېدلى
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i76702
captcha