د ایکنا راپور له مخې، د الاهرام خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مصر دا کنفرانس د ۹۸ کال په اردیبهشت میاشته کښې به د شیخ الازهر احمد طیب په څارنه کښې پيل کېږي او فقها، دینی مرکزونه، فقهي مرکزونه او د اسلامی نړۍ مشهور عالمانو نه یو یو شمېر زیات کسان به پر دغه کښې ګډون کوې.
د دې کنفرانس پيل کولو موخه د علمي ټولنې ستراتیژي لیکل او د نوې فکر سره تړلې موضوعاتو له بېلابېلو اړخو څېړنه چې د امت په پوهاوي او ويښتیا کښې رول لري ټاکلې شوې ده.
دا کنفرانس یو څو محورو ته شامل دی چې په دغه کښې په اسلامی بېلابېلو علمونو کښې د نوې فکر ستونزې، د نوې فکر معیارونه او میکانیزمونه، د تکفیري اندېښنې بېخ له منځه وړل او د هغې طریقې، په تبلیغ کښې د بدلون راوستلو لپاره د دینی موسساتو او سازمانونو رول، د اوسني مبلغانو روزنو باندې الزامات او د دینونو منونکو ترمنځه د انساني ګډ ژوند لپاره د اسلامی تفکر لید د بېلابېلو مذهبونو او باورونو څېړنه موضوعات شامل دی.
د لوي عالمانو غونډې دارالانشا به له راروانې شنبه (۲۴ آذر) نه تر ۲۸ فروري (۹ اسفند) پورې د دغه کنفرانس په اړه وړانديزونه او څېړنې ترلاسه کوې او د هغې کتنه به ترسره کوې.
دا کنفرانس د داسې فعالیتونو په چوکاټ کښې چې الازهر د هر کال په اخیره کښې د انساني علمونو او د نوې فکر کلتور او د اسلامی علمونو تقویه او پیاوړتیا لپاره شورو کړې دی پيل کېږي.
3770898