IQNA

د کوفہ په جومات تیریدنه

د کوفې جومات د اسلامی نړۍ له څلورو لوړو جوماتونو دی چې د نجف ښار په ۱۲ کیلومېټره شمال کښې واقع دې، دا جومات د نړۍ د شیعیانو په عقیده د الحرام جومات، نبوی جومات او د الاقصی جومات نه پس څلورم لوړ او اهمیت لرونکې جومات دی.

د دې جومات بنسټ حضرت آدم علیه السلام اېښودې دې او د دې جومات د تاریخ په اوږدو کښې ډېر انبیاء علیهم السلام او الهي اولیاء سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله، امیرالمومنین علی علیه السلام، امام حسن علیه السلام، امام حسین علیه السلام او ځنې نور امامان لیدلې دې. د دې تاریخي عمارت په خوا کښې د حضرت امیرالمومنین علیه السلام کور، د کوفي دارالعماره، د میثم تمار، مسلم بن عقیل، هانی بن عروة او مختار ثقفي مطهر قبرونه شتون لرې.