IQNA

په ایران کښې د قرآن کریم تر ټولو ستره چاپخانه

اسوه نومې چاپخانه په ایران کښې د قرآن کریم ترټولو لویه او په اسلامی نړۍ کښې دویمه لویه چاپخانه ده چې په پراخه توګه د ایران اسلامی ټولنې او د هیواد نه بهر اړتیا پوره کولو لپاره د قرآن کریم خپرولو کوې. د اسوه انتشارات او چاپ اداره د هیواد د موقوفات سره جوړه شوې او تراوسه یی د قرآن کریم چاپ سره سره په لسګونو نور دینی کتابونه هم چاپ او خپور کړې دې.