IQNA

پاکستان په کشمیر کښې مذهبي محدودیتونه وغندل

13:59 - August 13, 2019
د خبر لمبر: 3482347
نړیواله ډله: هندي پوځیانو پرون د ګرځبندیز په لګولو سره د کشمیر مسلمانان د لوې اختر په لمانځه کښې او د قربانۍ په مراسمو کښې له ګډونه بې برخې کړل.

ایکنا راپور له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې وویل: په کشمیر کښې د هند له خوا لګیدلي سخت محدودیتونه سبب شول چې د دغې سیمې زرګونه مسلمانان د لوې اختر په لمانځه کښې ګډون ونه کړی شي او هم داشان ترې قربانۍ او نورې مذهبي دستورې هم پاتې شوې.

د پاکستان د خارجه وزارت په بیانیه کښې راغلې دي: د مذهبي آزادۍ مخنیوی د نړیوالو قوانینو خلاف او د بشري حقوقو د اصولو څرګنده خلاف ورزي ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې په تیره بیا د ملګرو ملتو د بشري حقوقو له کمیشنه وغوښتل چې په کشمیر کښې د مذهبي آزادیو د ختمولو په لړ کښې د هندوستان د اقداماتو خلاف دریځنیونه وکړي.

parstoday

captcha