IQNA

خلک د کانګو وژونکي ناروغۍ اندېښمن کړي

22:30 - August 17, 2019
د خبر لمبر: 3482355
نړیواله ډله: ننګرهار کې خلک د کانګو وژونکي ناروغۍ له زیاتوالي او خپریدا نه اندېښمن دي وایي چې په دې برخه کې دوى ته عامه پوهاوې نه دی شوی .
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، یرویس رحماني/ننګرهار په ننګرهار کې خلک د کانګو وژونکي ناروغۍ له زیاتوالي او خپریدا نه اندېښمن دي وایي چې په دې برخه کې دوى ته عامه پوهاوې نه دی شوی . دوي له روغتیایي چارواکو نه غوښتنه کوي ،چې د ښار او ولسوالیو په ټولو روغتیایې مرکزونو کې دې د یادې ناروغۍ د مخنیوي او خپریدا په اړه عامه پوهاوى وکړي او لازم تدابیر دې ونيسي . په دې ولایت کې وروسته له هغې د کریمیایي یا کانګو ناروغۍ د خپریدو ویره زیاته شوه چې له لوی اختر وړاندې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ درې غړي پر یادې ناروغۍ اخته شول چې له امله یې یوې میرمنې خپل ژوند له لاسه ورکړ محمد ظاهر د جلال اباد ښار اوسیدونکی وایې چې له ډیرې ویرې په کور کې یي ماشومان پاخه شوي غوښه هم نه خوري . بل لور ته د ننګرهار د عامې روغتیا مسولین وایي، چې د لوی اختر له تېرېدو وروسته یې د کانګو پر وژونکې ناروغۍ هیڅ ناروغ روغتون ته نه دی راوړل شوی. د عامې روغتیا ویاند ډاکتر ظاهر عادل وویل، د یادې ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې له اختر وړاندې او وروسته لازم تدابیر د ښار او ولسوالیو په روغتیایي مرکزونو کې نیولي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې یوازې په کابل او هرات ولایتونو کې د کریمیايي کانګو وژونکې ناروغۍ له ثبت شویو ۲۹۶ پېښو څخه ۳۲ کسان مړه شوي دي.
http://talwasa.af/2019/08/16
captcha