مجلس وحدت مسلمین، جعفریه ائتلاف او د پاکستان عزادارۍ شورا د زړه د سپشلسټ ډاکټر حیدر عسکري د وژلې په غندلو سره د عمران خان له حکومته وغوښتل چې د شیعه مسلمانانو د امنیت د تامینولو کوشش وکړي.
دغو ډلو په یوه بیانیه کښې ویلې دي: د پاکستان حکومت د ترهګرو ډلو د حملو په بندولو کښې ماتې خوړلې او د شیعیانو په جوماتونو، امامباړو او مذهبي ځایونو باندې د تکفیریانو بریدونه زیات شوې دي.
د ویلو ده چې ترهګرو پرون د سند صوبې په مرکز کراچۍ کښې یو متخصص ډاکټر وژلی او بیا وتښتیدل.