د ایکنا راپور له مخې، د نیوز ورځپاڼې نه په نقل، د هند حکومت د جامو او کشمیر په سیمو کښې محدودیتونه، چې د دغه سیمې د خپلواکۍ له لغو کولو نه پس اجرا شوې، د جمعه په ورځ نور هم زیاتېږي.
د هند حکومت له دغه ویري چې په جوماتونو او زیارتونو کښې هر ډول غونډه ممکنه ده یو اعتراضي لاریون ته بدله شې، د جمعه له لمونځ او د محرم د میاشتې د عزادارۍ په لاریون بندیز لګولې دې.
د کشمیر په ډېرو سیمو کښې د هند حکومت سخت محدودیتونه ورورو کم کړې خو له تېرې میاشتې جوماتونه د جمعه د لمونځ ترسره کولو اجازت نه لرې، د کشمیر مدرسې هم بندې دې او د محصلانو مشران د امنیتي مسئلو له وېرې خپلو ماشومانو ته د تللو اجازت نه ورکوې.
له بل اړخه د هند حکومت د کشمیر په رسنیو زور راوړې چې د دغه سیمې سره تړلې پېښې نړۍ ته کمې څرګنده کړې.
د راپور له مخې، د ورځپاڼو خبریالان د دغه سیمې راپور خپرولو سره د څارنې، غیر رسمي بند او د پولیسو تاوتریخوالی سره مخامخ کېږي.
د رسنیو ځنې اخبارونو د نظره له پنځم اګست (د مرداد ۱۴) نه تر اوسه ۵۰۰ مظاهرې په کشمیر کښې پیل شوې دې او ۴ زره کسان نیولې شوې، همدارنګه ۵ غیر پوځې کسان په دغه مظاهرو کښې مړه شوې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3840515/