IQNA

طالبان وایی په افغانستان کې په سره صلیب بریدونه نه کوو

13:43 - September 15, 2019
د خبر لمبر: 3482394
نړیواله ډله: طالبانو په دې تړاو روښانه کړې چې کومه ژمنه یې چې د سور صلیب له نړيوالې کمیټې سره د دغه بنسټ د خوندیتوب لپاره کړی وه بیا هم د اعتبار وړ ده .

 زمونږ. خبریال راپور راکوی طالبانو نن  په یوه اعلامیه کې د سور صلیب منع کړیو خدمتونو او فعالیتونو ته د بیا پیل اجازه ورکړه.

طالبانو په دې تړاو روښانه کړې چې کومه ژمنه یې چې د سور صلیب له نړيوالې کمیټې سره د دغه بنسټ د خوندیتوب لپاره کړی  وه بیا هم د اعتبار وړ ده .

طالبانو په اعلامیه کې ویلي، خپلو ټولو جنګیالیو ته یې امرکړی چې د سره صلیب کمېټې لپاره دې د فعالیت اسانتیاوې برابرې کړي.

 طالبانو ویلي، له سورصلیب سره د طالبانو نه یوازې زړې هوکړې د پلي کېدو وړ دي بلکې د دواړو لوریو تر منځ په یو شمېر نویو مسایلو هم هوکړه شوې ده.

http://parstoday.com

captcha