IQNA

د پاکستان لومړی وزیر له هند سره د ایټمی جنګ په اړه خبرداری ورکړ

0:08 - September 16, 2019
د خبر لمبر: 3482397
نړیواله ډله: د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه که هند او پاکستان ترمینځ جنګ پیل شی نو پاې به یې د ایټمی توغندویو په توغولو سره وی او دا د درستې سیمې د تباه کیدا سبب کیږی .
د ایکنا راپور له مخې، د parsstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د پاکستان لومړی وزیر عمران خان نن د هند او پاکستان ترمینځ د ایټمی جنګ په اړه د نړۍ درستو هیوادونو ته د خبرداری په ترڅ کی وویل د دغه جنګ منفی پایلې او اغیزې به ټولو ته متوجه وی نو ځکه باید د هند تر کنټرول لاندې د کشمیر د مسلې د اواری لپاره هڅه وکړی .د پاکستان لومړی وزیر زیاته کړه که هند او پاکستان ترمینځ جنګ پیل شی نو پاې به یې د ایټمی توغندویو په توغولو سره وی او دا د درستې سیمې د تباه کیدا سبب کیږی .
د هند حکومت لخوا د کشمیر د  کورواکۍ له ختمولو وروسته پاکستان او هند ترمینځ اړیکی نورې هم خرابې شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i84645
captcha