IQNA

د اربعین لاریون به ورځ په ورځ لانړیوال شي

21:54 - September 18, 2019
د خبر لمبر: 3482406
نړیواله ډله: حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي: د امام حسین علیه السلام منطق او پیغام به د کفر او استکبار د جبهې له واکمنۍ د نړۍ ژغورونکی وي.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د اربعین لاریون به ورځ په ورځ لا نړیوال شي، وویل: د امام حسین علیه السلام منطق او پیغام به د کفر او استکبار د جبهې له واکمنۍ د نړۍ ژغورونکی وي.
حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د اربعین د لاریون د خادمانو او دعراقي موکب لرونکو د میلمه پالنې د قدرونې او درنښت په مراسمو کښې، دغه لاریون یوه بې سارې او نړیواله موضوع او د حسیني معرفت د پراختیا او د نوي اسلامي تمدن د جوړیدو لاره هوارونکی وباله او ټینګار یې وکړ چې امام حسین یوازې شیعیانو لره خاص نه دی بلکې د شیعه او سني په شمول په ټولو اسلامي مذهبونو پورې او په ټول انسانیت پورې اړوند دی او په هم دې وجه غیرمسلمانان هم د اربعین په لاریون کښې ګډون کوي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر زیاته کړه: که په لویدیځې آسیا او شمالي افریقې کښې د اسلامي ولسونو بې شمیره ظرفیتونه او وړتیاوې په خپلو کښې غوټه وخوري او په عمل کښې ځان وښايي نو د الهي عزت او د ستر اسلامي تمدن حقیقي معنا به نړیوالو ته څرګنده شي.
هغوي په دې خبرې سره چې د ایران او عراق د ولسونو زړونه په خپلو کښې یو دي، زیاته کړه: دښمنانو د دواړو ولسونو ترمینځ د تفرقې اچولو لپاره ډیر کوشش وکړ خو د خدای تعالی په فضل ونه توانیدل او له دې وروسته به هم ونه توانیږي ځکه چې د ایران او عراق د دواړو ولسونو اصلي غوټه کونکی عامل په متعال خدای باندې ایمان او د اسلام د اهلبیتو علیهم السلام مینه او له امام حسین علیه السلام سره عشق دی.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر په پاې کښې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د نابودۍ لپاره د حاضرینو شعارونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: د الله تعالی په مهربانۍ او فضل سره به دا شعارونه په نزدې راتلونکي کښې عملي شي او اسلامي امت به پر دښمنانو برلاسی شي.
http://parstoday.com
captcha