ایکنا د صدای البلد خبری سایټ له قوله راپور ورکوی، د مصر د الازهر د الیکټرانیک فتوا نړیوال مرکز په یوه راپور کې د دخدای د کور او د بیت الله الحرام د حج فضیلت او د هغه ثواب تشریح کړی دی.
ددغه مرکز د راپور په اساس، ؛حج د اسلام پنځم رکن دی ا اسلامی شریعت ددغه رکن پر ادا کولو خاص ټینګار کوي اودا پر هغو کساانو چې مالی استطاعت واجب کړئ شوی دی.
د الازهر الیکټرانیک فوا نړیوال مرکز اعلان کړی دی ، حج یو ترټولو ښه عمل دی چې له خداوندمتعال سره د تقرب او نزدیکت سبب کیږی . له رسول الله(ص) روایت شوي دی چې د ترټولو ښو عملونو برخه ده او دا د خدای په لاره کې د جهاد او په خدای د ایمان ترڅنګ یاد شوی دی.
دغه مرکز همداراز حج دګناهانو د بخښنې په لړ کې یو اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،پیغمبر اکرم(ص) په دې زمینې کې فرمائيلي دي ، «مَنْ حَجَّ ِللهِ فَلَمْ یَرْفَثْ وَ لَمْ یَفْسُقْ رَجَعَ کَیَوْمٍ وَلَدَتْهُ اُمُّهُ:څوک چې دخانه کعبې زیارت دخدای د رضا لپاره وکړي او له کومه ګناه او جماع او لغو او چټي کار او خبرې ترسره نشي، نو په داسې حال کې چې بیرته ګرځي،نو د هماغې ورځې په شان چې له موره زیږیدلی وي ،هیڅ ګناه نه لري:::
د الازهر الیکټرانیک فتوا نړیوال مرکز په دغه راپور کې ټينګار کړی دی چې له پیغمبر اکرم(ص) څخه د روایتونو په اساس، حج د جهاد هومره فضیلت لري.