له القدس العربي څخه په نقل، د اردون د اوقاف وزیر محمد الخلایله، خبر ورکړ: د لمونځ کونکو لپاره به د الاقصی جومات د کورونا له ویروس څخه د ساتنې، مخنیوي او د روغتیایي تدابیرو په رعایت کولو سره پرانیستلی شي.
هغه زیاته کړه: د پرانیستلو دا پروګرام د اردن د اوقاف وزارت سره تړلې د قدس د اوقاف ادارې په مرسته د کورونا د ویروس د نه لرلو له اطمینان وروستو ترسره کېږي.
دې اردني وزیر څرګنده کړه: د قدس اوقاف ادارې د روغتیا اصولي تدابیرو له اقدام وروستو به جومات پرانیسلی کېږي.
3901617