IQNA

د مقتدا الصدر د خپل پلار په قبر د برید په اړه غبرګون

20:06 - May 29, 2020
د خبر لمبر: 3483188
تهران (ایکنا) - په عراق کې دصدر ډلې مشر، د مقتدا الصدر دفتر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې یوې ډلې ځوانانو د هغه د پلار، سید شهید سید محمد صدر په زیارت د برید خبر ورکړ او ټینګار یې وکړ چې ممکنه وه دغه اقدام په هیواد کې د ړوند بغاوت لامل شي.

د مقتدی صدر دفتر په یوه بیانیه کښې څرګنده کړه: ټول مؤمن روڼه خبر دي چې تیره شپه د نجف په ولایت کښې د نفوذ لرونکي او غولیدونکي ځوانانو ډلې د سید محمد صدر په زیارت د برید هڅه کړې وه.
په دغه بیانیه کښې راغلي دي چې دا اقدام ممکنه وه په دغه هیواد کښې ړوند بغاوت رامینځته کړي؛ خو مقتدی صدر د خپلو نیکونو لار ته په دوام سره او د دیني، اخلاقي ارزښتونو او مسؤلیتونو او د عرا ق او عراقیانو لپاره د دردونو او خفګان په زغملو سره د دغه بغاوت مخنیوی وکړ.
3901742

captcha