هغه په دې خبرې سره چې دایران اسلامي جمهوریت به د پردیو زور ویونکو په وړاندې تسلیم نشي ټینګار وکړ د ایران د سوله ییزو اټومي فعالیتونو د بندولو لپاره د دریو (۳) اروپايي هیوادونو چې په سر کښې یې امریکا ده ناسمو او یواړخیزه سیاستونو تل اپوټه نتیجه ورکړي ده او تهران په کلکې ارادې سره د خپلې اټومي ټیکنالوژۍ پراختیا ته دوام ورکړی دی .
خرازي په دې خبرې سره چې د اروپايي هیوادونو غلط سیاستونه د ایران لپاره د زغم وړ نه دي وویل ایران نن د دې جوګه دی چې په زیات شمیر سره خپل قدرتمن سانټري فیوژونه جوړ او هغه چلو کړي او په لنډ وخت کښې د مقابل لوري د ژمنو نه اجرا کیدا ته په غبرګون کښې د خپل تولید قدرت نوي زره (۹۰۰۰۰) سو(SU) ته ورسوي .