IQNA

په جرمني کښې په جومات باندې د برید پروګرام شنډ شو

12:35 - July 04, 2020
د خبر لمبر: 3483349
تهران (ایکنا) - د جرمني پولیس د نئو نازي یوې ډلې چې په دغه هیواد کښې یې په یو جومات د برید لپاره پروګرام جوړولو د نیولو خبر ورکړ.

د جرمني پولیس ویندوي براند بورګ خبر ورکړ: د پولیس اطلاعاتي ځواکونو د اووه کسانو په اړه چې له ۳۲ څخه تر ۴۰ کالو عمر لري اطلاعات ترلاسه کړ چې دا کسان د برګنتس په سیمه کښې د ویتنبرګ په ښار کښې په یو جومات له چاودونکي موادو سره د برید لپاره پروګرام لري.
امنیتي ځواکونو په دغه اقدام کښې، په دریو ولایتونو براند نبورګ، مکلنبورګ، وورپومرن او ساکسوني کښې عملیات ترسره کړ چې په دغه عملیاتو کښې وسله هم کشف کړه.
هم په دې اړه د جرمني ولایتي شورا له ترهګرۍ او افراط سره د مقابلې له نوې قانون، چې د فډرال غونډې لخوا د جون په وسط کښې تصویب شوې و، موافقت وکړ.

parstoday.com

captcha