IQNA

سیدحسن نصرالله:

د بیروت چاودنه ستره انساني او ملی غمیزه ده/ د حزب الله په تورنولو نیوکه

14:41 - August 08, 2020
د خبر لمبر: 3483488
تهران (ایکنا) - په لبنان کې د حزب الله مشر څرګنده کړه: "په بیروت کې چاودنه یوه لوی انساني او ملي غمیزه ده چې خطرناکې پایلې لري او ډیرې اقتصادي او انساني تاوانۍ لري، او د دې پیښې سره معامله په رواني ، سیاسي او رسنیو کچو کې استثنايی تامل ته اړتیا ولري."

سید حسن نصرالله پرون له ټلویزیون په ژوندۍ خپرونه کې په خپله وینا کې وویل: ټاکلې شوې وه چې تیره چهارشنبې باندې له تاسو سره د لبنان او بهرنیو حالاتو په اړه خبرې وکړم خو په وروستۍ سه شنبې په بیروت کې له چاودنې له امله دغه وینا وځنډیده او نن له تاسو سره د بیروت د چاودنې په اړه خبري کوم.

دوي د حزب ا... د حیثیّت د خرابولو لپاره  د لبنان په داخل او بهر کې د ځينو بهیرونو او ډ لو ټپلو په هڅې په نیوکو سره  وئيلي دي ،ځینو سیاسي ډلو وئيلي دي ،دبیروت چاودنه  د حزب ا..  دتوغندوي سلاکوټونو او ګودامونو له امله  رامینځةشوي ، خو په بیروت بندر کې  که په تیر وخت کې وي او که اوسمهال ، له حزب ا... ولسی غورځنګ سره  د اړونده هرډول چاودیدونکو موادو یا توغندیو  شتون په جدیّت او پریکنده توګه ردوم او  دا یوازې پروپیګنډې دي .

دلبنان د  حزب ا... عمومي منشي وئیلي دي ، څيړنې به وښئ چې  په بیروت کې  دحزب ا..  هیڅ ډول چاودیدونکي مواد نشته  او  ددغه ډول  دریځونو له غوره کولو موخه ، یوازې د حزب ا... ولسی غورځنګ په ضد دلبنا د ملت لمسول دي ، چې هیڅ  به په لاس ورنشي .

حسن نصر ا... روښانه کړې ده ،  ځيني  له چاودنې په سیاسی استفادو پسې دي ، خو حزب ا... باؤري دی ،  اوسني شرائط ، د سیاسی  اوګوندي حساب کتاب لپاره  مناسب وخت نه دی .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  د بیروت  په بوږنونکي چاودنې بهرني غبرګونونه  مثبت  دي  او د هغو ترینګلتیاؤ او کلابندۍ څخه  دلبنان د ویستلو لپاره چې  دغه هیواد سره  مخامخ دی ،  زمینه برابره شي ، هیله ښودلې  ټول  دې له دغې غمیزې د تیریدا لپاره تل پاټې صبر کلک هوډ او توانمنۍ  ولري .

سید حسن نصر ا .. ټينګار کړی ، که  ثابته شي ،  د بیروت په بندر کې  په چاودنې کې چا رول درلودلی دی ، باید  په عادلانه ډول سزا شي  او  په څيړنو اومحاکمه کیدا کې باید  حقیقت او عدالت  واکمن شي .

 د لبنان د روغتیائی وزارت  د  اعلان په اساس   د بیروت په بندر کې د چاودنې له امله تر دې دمه کابو یو سل څلور پنځوس کسان وژل شوي  او کابو پنځه زره نور تپيان او دغه راز په لسګونو کسان هم بې درکه شوي دي .

3915291

 

captcha