IQNA

د دین د بشپړتیا او غدیر نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي

14:49 - August 08, 2020
د خبر لمبر: 3483490
تهران (ایکنا) - د غدیر نیکمرغه اختر ، د دین د بشپتړتیا ورځ ، د دین داحیاء چغه او د نعمتونو دپوره کیدا ورځ او په روایتونو کې دا ورځ عبدا... الاکبر هم نومل شوی دی او په نورو اسلامی اخترونو کې د یوه ستوري په شان دی .

د ذی الحجې دمیاشتې اتلسمه نیټه  په درستې نړۍ په تیره بیا په درست اسلامی ایران کې په ډ ير پرتم او ولولې سره لمانځل کیږي  او دا هغه مهمه ورځ ده چې  داسلام ګران پيغمبر  د حجة الوداع له ادا کولو وروسته  خلک د  غدیر په میدان کې غونډ کړل  او دحضرت علی علیه السلام پر ولایت او امامت ئې  دخداي پاک فرمان  امت ته ورساوۀ.

 دغدیر خم واقعې  د اسلام د راتلونکي لارې په ټاکلو کې برخلیک ټاکونکی رول درلودلی دی  او په دغې واقعې کې  داسلام ګران پیغمبر دخپلې پیغمبرۍ په پړاؤ کې تر ټولو مهم  ماموریّت ترسره کړی  چې  دهغه بزرګوار د رسالت د پيغام د بشپړ ولو په معنا حسابیږي .

د غدیر  او د دین د بشپړتیا نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي  

captcha