IQNA

پاکستان سعودي عربستان ته پور بیرته ورکوي

17:35 - August 09, 2020
د خبر لمبر: 3483494
تهران (ایکنا) - کارپیژاندي باوري دي سعودي عربستان له هندوستان سره د ګډو ګټو د لرلو په دلیل تیار نه دی د نوي ډیلي تر ولکې لاندې د کشمیر سیمې د مسلې او هلته د دیره مسلمانانو د ناوړه حالت په هکله څه خبره وکړي .

د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي چې په تیرو څو ورځو کښې یې د هندوستان د عسکرو لخوا د کشمیر سیمې د د مسلمانانو د وژلې په وړاندې د سعودي عربستان د ال سعود رژیم د مشرانو په چپتیا سختې نیوکې کړي دي د سعودي عربستان د یو(۱) میلیارډ ډالرو قرضې چې پاکستان ته یې ورکړې وه د بیرته ورکولو خبر ورکړ او ویې وویل ریاض د هندوستان تر کنټرول لانډې د کشمیر د مسلې په هکله بې تفاوته دی .
سعودي عربستان له امریکا او ځینو نورو عربو هیوادونو سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ستر ملاتړی او مرسته کونکی هیواد دی .
تهران راډیو

captcha