ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د افغانستان په زرګونو پناه غواړي ، ددغه هیواد په لویدیځ کې په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کونسلګرۍ د ودانۍ په وړاندې په غونډیدا سره هڅه کوي ،څو د ایران د ویزې په اخستو سره ، د ایران د خلکو ترڅنګ لاښه ژوند تجروبه کړي . له افغانستانه د امریکا له غیر مسئولانه او مشکوکې وتنې او د جنګ جګړو اون نیواکګرۍ له دوو لسیزې وروسته او دغه راز په دغه هیواد کې د طالبانو واک ته په رسیدا پسې ایران ته دافغان پناه غواړو نوي څپه په وروستیو میاشتو کې نوره هم زیاته شوې ده .
د امریکا بندیزونه ،د اقتصادي بیخ بینائيو له مینځه تلل او د کار کسب ځوړتیا لامل شوې ده څو د افغانستان کاري ځواک چې د ټولنې تر ټولو تاوان موندونکي پرګنه ده،د ډوډۍ د موندلو په هیلې سره،خپله کورنۍ او کور پریږدي . مهم ټکی دلته دی چې ددغو غوښتو زیاتره برخه په داسې حال کې ایران ته دکار د موندلو لپاره دتلو هڅه کوي ،د تلو یوه میاشتنۍ ویزه اخلی او البته تر هغه ورځې پورې چې دغیر قانوني پاتیکیدا په جرم ونه نیول شي ، په ایران کې پاتیکیږي .
ډیرۍ مهاجرانو زمونږ خبریال سره په خبرو کې وائي ، په ایران کې د کار لپاره د یوې میاشتې شتون کومه واره نه کوي او له دغه قانوني پاتیکیدا وروسته په قانوني او یا غیر قانوني توګه خپل شتون ته دوام ورکوي .
د افغانستان په هرات کې د ایران داسلامی جمهوریت سرکنسول صدیقي فر په افغانستان کې د ایران د ویزو په صادرونکي سسټم کې د بیاکتنې ضرورت ته په اشارې سره وائي ، ویزه باید د غوښتونکي د سفر دموخو په اساس صادره شي .
دایران اسلامی جمهوریت په داسې حال کې په افغانستان د نیواکګرو د یرغلو په نتیجې کې دکابوڅلور میلیون افغان کډوالو کوربه دی چې تیریګرو هیوادونو هیڅکله د هغو جنایتونو او کډه په سرکیدا په وړاندې چې په افغانستان کې ئې رامینځةکړي دي ، ځواب نه دی ورکړی . لویدیځي هیوادونو د افغانستان په وروستیو بدلونونو کې حتی په دغه هیواد کې د خپلو سفارتونون په بندولو سره ، هغه افغانان چې د دوي لپاره ئې کار کړی ؤ هم پخپل حال پریښودل .
په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت په نسکوریدا او دطالبانو دحکومت په ضد د امریکا او لویدیځ دسختو سیاستونو په غوره کولو سره ، د افغانانو لپاره سخت شرائط رامینځةکړي دي . په دغه شان شرائطو کې ډیری افغانان له موجوده نامناسبو حالاتو څخه د ژغورنې لپاره دخپل وطن د پریښودو فیصله کوي او ایران ته پناه وړل ، د ژوند د دوام لپاره د دوي تر ټولو ښه ټاکنه ده .
د امریکا د نیویارک ټایمز خپرونې د راپور په اساس ،په تیرو څو میاشتو کې چې طالبان دقدرت په ګدۍ ناست دي ،څه دپاسه یو میلیون افغانانو له جنوب لویدیځي پولو څخه ا یران ته مهاجرت کړی دی .د یوې اندازې په اساس،هره ورځ څه د پاسه پنځه زره افغانان ، ایران ته واردیږي .
په دغه شان شرائطو کې افغان پناه غواړي ایران ته تګ ، له ویرې اولوږې څخ د خپل ژوند د ژغورلو لپاره تر ټولو آسانه او یوازینۍ ټاکنه ګڼي .
د کډوالو دچارو یو څیړاند ډيویډ منسفیلډ چې دافغانستان د خلکو دمهاجرت موضوع ئې تعقیب کړې ده ، هم وائي، ایران او پاکستان ته د مهاجرت اندازه ، په تیر کال کې له ورته وخت سره په پرتله کې څلور برابره زیاته شوې ده .
دا په داسې حال کې دي چې دملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش هم په همداوروستیو کې د افغانستان د خلکو ژوند ؛ کنګل دوزخ ؛بللی دی
په افغانستان کې په وروستیو بدلونونو پسې رامینځةشوي اقتصادي مشکلات او بیروزګاري ، له هیواده بهر ته د افغانانو دمهاجرت تر ټولو غوره دلیلونه دي چې البته د ایران پشمول له ګاونډیو هیوادونو لپاره ئې ډیری مشکلات له ځان سره درلودلي دي.
تیره میاشت د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر هم وئیلي وو ،چې په وروستیو بدلونونو پسې په قانوني اوغیر قانوني لارو څه دپاسه اته لکه افغان کډوال ایران ته وارد شوي دي. ایران ته د مهاجرو د دومره زیاتې اندازې د واریدیدا په وړاندې تر دې دمه د تازه وارد شوو کډوالو او همداراز په مخکینیو کلونو کې په ایران کې د دیره څه دپاسه درې میلیون افغان کډوالوپر حالاتو دغور او ورسره د مرستولپاره د نورو هیوادونو اونړیوالو اورګانونونو له خواهیڅ دپام وړ مرستې نه دي شوي .