IQNA

د ایران په کرج ولایت کښې د لاله ګلونو نندرتون ترسره کیږي

ایکنا خبري اژانس وايي د ایران د پلازمینې تهران په خوا کښې په کرج ولایت کښې د لاله ګلونو اتم(۸) نندرتون د روان هجري لمریز کال د وري د میاشتې له پینځلسمې(۱۵) نیټې څخه د شهید چمران پارک په نوم د ګلونو په باغ کښې د ترسره کیدا په حال کښې دی . د روان کال په نندرتون کښې دوه لکه لاله ګلونه چې بیلابیل رنګونه او ډول ډول والي لري په اوه اعشاریه پینځه هیکټاره ځمکه کښې کرل شوي او د خلکو د نندرې او کتلو لپاره وړاندې شوي دي .