نړيواله ډله: يو ځل بيا د صهونيست رژيم جنګی الوتكو د فلسطين په غزې تړانګې په ځينو سيمو وحشی ډوله بمبارۍ وكړې چې له امله ئې دوه نور ماشومان هم شهيدان او يو شمير نو ر كسان ټپيان شول او دغه راز د شهيدانو شمير يو سل لس تنو ته ورسيد چې په هغو كې ماشومان اښځې هم ترسترګو كیږی.
16:37 , 2012 Nov 20
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر بیګا د محرم د پاكې مياشتې په مناسبت په يو لړ څرګندونو كې په غزې تړانګې د صهونيسټ رژيم د بې امانه حملو په باب د عربی هيوادونو منفعلانه رول په نيوكو سره وويل نن سبا غزې تړانګې ته د وسلو لیږل يو واجب كار دی.
08:25 , 2012 Nov 20
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله مشر حسن نصر الله د اسرايلو د حملو په وړاندې د فلسطين د مقاومت ډلو پايدارۍ ته په اشارې سره وويل له اسرايلو سره په مقابلې كښې مقاومت پياوړی شوی دی.
13:55 , 2012 Nov 18
نړيواله ډله: د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ مشر حسن نصر الله د غزې تړانګې په بې دفاع فلسطينيانو د صهيونيسټ رژيم حملې وغندلې. او دا یې د نړيوالو قوانينو ښكاره خلاف ورزی وبلله.
08:41 , 2012 Nov 16
نړيواله ډله: د اسراييل صهيونيسټانوپه تيرو دوو ورځو كښې د فلسطين پر غزې تړانګی په هوايی حملو كښې نولس فلسطيينان شهيدان كړی.
08:41 , 2012 Nov 16
نړيواله ډله: د ملګرو ملتو د سرمنشی بان كی مون ويندويی مارتين نسيركی نن د ميانمار د مسلمانانو بد وضعيت ته په اشارې سره روښانه كړه ملګری ملتونه په ميانمار كې د مسلمانانو وضعيت ته د دغه هيواد د حكومت د جدی پام او د تاؤتريخوالو د سملاسی بندولو غوښتنه كوی.
10:11 , 2012 Nov 15
نړيواله ډله: د لبنان د حزب الله عمومی منشی سيد حسن نصرالله ، د نيواكی ځمكو تر ازادۍ پورې له صهيونسټ رژيم سره پر مقابلې ټينګار وكړ.
07:19 , 2012 Nov 14
نړيواله ډله: د اسلامی مذهبونو د تقريب د نړيوالې ټولنې مشر آيت الله محسن آراكې په اسلام آباد كښې د وحدت اسلامی په سيمينار كښې، د اسلام د دښمنانو له دسيسو سره په مقابلې ټينګار وكړ او ویې ويل په پاكستان كښې د مذهبی مشرانو په همت د دغه كنفرانس ترسره كيدل د بيلا بيلو اسلامی ډلو تر مينځ د وحدت ښودنه كوی.
22:39 , 2012 Nov 12
نړيواله ډله: د ايران ستر دينی مرجع آيت الله العظمی حسين نوری همدانی او د عراق ستر دينی مرجع آيت الله العظمی سيد علی سيستانی پرون په نجف اشرف كې د اسلامی نړۍ د مهمو مسئلو په ارزونې او جاجونې سره روښانه كړې ده، مسلمانان بايد د دښمنانو د اسلامی ضد دسيسو په وړاندې د خپل اتحاد او انسجام په ساتلو سره هوښيار او ځير ووسئ.
22:39 , 2012 Nov 12
نړيواله ډله: د فرانسې په پلازمينې پيريس كښې په سلګونو سوله غواړو په برما يا ميانمار كې د افراطی بودايانو په لاس د روهينګيائی مسلمانانو د عامې وژلې په ضد، په اقدام كې د نړيوالې ورځې په مناسبت مظاهره تر سره كړه.
06:59 , 2012 Nov 12
نړيواله ډله: د اسلامی يوالی او وحدت نړيواله غونډه د پاكستان په پلازمينیې اسلام اباد كښې، د پاكستان د ملی همغږۍ (MYC) شورا په همكارۍ سره تر سره كیږی.
21:50 , 2012 Nov 11
نړيواله ډله: د فلسطين په غزې د صهونيسټ رژيم په وروستيو هوايی حملو كې د شهيدانو شمير پينځو تنو ته ورسيد.
21:50 , 2012 Nov 11