بين المللی ډله: په سویډن كښې يو جومات په وړومبی ځل وتوانيدۀ د دغه هيواد له مسئولانو څخه، له منارو نه د بانګ د خپرولو وړومبۍ تائيديه ترلاسه كړی.
17:11 , 2012 Oct 05
نړيواله ډله: له بحرينی قېديانو سره د ايران د خلقو د پيوستون د هفتې د نمانځونكې كمېټۍد قم مقدس، تهران، اهواز، شيراز او مشهدمقدس په شمول د ايران په مختلفو ښارونو كښې (( په بند كښې مشران)) نومې سمينارونو د لړۍ تفصيلات اعلان كړل.
20:36 , 2012 Oct 04
بين المللی ډله: د امام موسی صدر او د هغۀ د ملګرو د برخليك د تعقيبونې كمیټې د شيعه مسلمانانو د دغه تښتول شوی رهبر د برخليك په اړه د تحقيقاتو د ترسره كولو لپاره ليبيا ته د دغې كمیټې لخوا د يو پلاوی د لیږلو خبر وركړ.
21:05 , 2012 Oct 03
نړيواله ډله: اسرائيلو غاصبو ځواكونو په تېره هفته كښې په داسې حال كښې چې اسلامی نړۍ د د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې دګستاخۍپه خلاف په احتجاجونو بوخته وه په مقبوضه زمكو كښې خپلو صهيونېسټی اباديو ته پراختيا وركړه.
23:37 , 2012 Oct 02
نړيواله ډله: د بحرېن د فرورۍ د څوارلسمې د انقلاب د ملګرو غورځنګ د سعودی عرب په ختیځی سيمه كښې د شيعه مسلمانانو له غورځنګ څخه د ملاتړ په ترڅ كښې پخلے وكړ: د آل خليفه نسكورېدل به د آل سعود د ډېكټېټر د نسكورېدو د الارې شروع كوونكی دی.
23:37 , 2012 Oct 02
اجتماعی ډله: د كېنيا يو عدالت په يو عجيبه اقدام كښې د دغه هېواد په تعليمی ادارو كښې د اسلامی ستر او پردې په استعمال باندې بنديز ولګوۀ او دا موضوع په دغه هېواد كښې د اسلام دښمنو سياستونو د شروع كېدو ښودنه كوی.
23:37 , 2012 Oct 02
نړيواله ډله: د ((شېطانی ايتونه)) نومې ګستاخانه كتاب ليكوال سلمان رشدی په يوه وېنا كښې وويل: چې د اېنټرنېټ په ډله ايزو سایټونو كښې د امام خمينی (رح) د فتوې په چټكتيا او مخ په زياتېدو خپرېدل د هغۀ د ويرې سبب شوی دی.
23:37 , 2012 Oct 02
سياسی ډله: زمونږ د هيواد بهرنيو چارو د وزارت ويندویې دې ته په پام چې لويدیځ د كيميايی اسلحې په پراختيا كښې له 455 نه زياتو كمپنو كښې د صدام مرسته كړې، وويل: اوس یې د سزا وخت دی چې صدام سره یې په دې غير انسانی اسلحې جوړولو كښې مرسته كړې ده.
23:36 , 2012 Oct 02
نړيواله ډله: د كراچۍ ښار په زرګونو خلقو د يو لړ مظاهرو او جلوسونو په وېستلو سره د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې د ګستاخانه فېلم د ډائرېكټر د پانسی كولو غوښتنه وكړه.
23:35 , 2012 Oct 02
بين المللی ډله: فلسطين د وړومبی ځل لپاره د ملګرو ملتو د تعليمی، علمی او كلتوری سازمان يعنې (UNESCO) په غونډه كښې د يوبشپړ خپلواك غړی په توګه ګډون وكړ.
23:06 , 2012 Oct 02
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ (حماس) په قدس شريف او مسجدالاقصی باندې د صهيونسټی رژيم د تيری په غبرګون كښې ګواښ وكړ: د فلسطينيانو دريمه انتفاضه به ډيره ژر پيل شی.
23:06 , 2012 Oct 02
نړيواله ډله: د مسجدالاقصی د اوقافو او ميراث موسسې په مسجدالاقصی باندې د حملې لپاره د يو تندلاری صهيونی تنظيم د فېصلې په اړه خبردارے وركړ.
21:42 , 2012 Oct 01