نړيواله ډله: د خداے ګران رسول (ص) په شان كښې د امريكائی ګستاخانه فېلم او د فرانسوی رسالې د كارټونونو په خلاف په اسلامی ملكونو كښې احتجاجی مظاهرې هم هغه شان دوام لری.
22:41 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: د امريكې په زرګونو خلق د مېشیګان سړكونوته په راوتلو سره د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه امريكائی فيلم او فرانسوی كارټونونو په خلاف د خپل قهر او كركې ښودنه وكړه.
22:38 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: فرانس د دارالحكومت پېرس ولسوالۍ اعلان وكړ چې د ((نيشنلسټی ځوانان)) نومې د اسلام د مخالفې ډلې په مظاهرو چې ټاكل شوې وه نن د تلې د مياشتې په اتمه نېټه وشی بنديز ولګوۀ.
07:05 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: بحرينيانو پرون د تلې د مياشتې په اومه نېټه د دغه هېواد له دارالحكومت منامې سره نزدې د مظاهرو په كولو سره د خپلو حقو غوښتونو د پوره كولو غوښتنه وكړه.
07:05 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: د اسپانیې د اسلامی انجمنونو اتحادیې UCIDE پرون د تلې د مياشتې په اومه نېټه په ((الخويس)) مجله كښې د اسلام په خلاف له ګستاخۍ نه د ډك كارټون خپرېدل وغندل.
07:05 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم د غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پرون د تلې د مياشتې په اومه نېټه د غونډې په اخېر كښې چې په نيويارك كښې د ملګرو ملتو د عمومی اسمبلۍ د ترڅ كښې جوړه شوه د يوې ګډې بيانیې په جاری كولو سره د دينونو د توهين د مخنيوی غوښتنه وكړه.
07:05 , 2012 Sep 30
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين اوغلو په خاصه توګه د رسنيو او تربيت په ډګر كښې د دينونو له توهين سره دمقابلې په اړه د موجودو نړيوالو پرېكړلېكونود اجرا كولو لپاره د كوششونو په زياتولو باندې تاكيد وكړ.
07:05 , 2012 Sep 30
سياسی ډله: د جمعې امامانو، عالمانو، ويناوالو او د تهران واعظانو د پيغمبر(ص) د سپكاوی په خلاف نن د تلی د مياشتې په اتمه نیټه د مجلس خبرګان د مشر په ګډون سره په فلسطين ميدان كښې غونډه وكړه.
23:09 , 2012 Sep 29
نړيواله ډله: د سعودی عرب يو شمېر دينی او قضائی چارواكو د دغه هېواد د ملی ورځې د مراسمو په موقع له پراخو اعتراضونو څخه د خپلې اندېښنې څرګندونه وكړه.
20:01 , 2012 Sep 28
نړيواله ډله: د امريكې رسنې (مېډيا) په لويدیځ كښې له اسلام نه د ويرونې د بهير په خورولو كښې زيات اصلی كردار لری، دغه رسنې د امريكې او صهيونېزم د غليمانه سياستونو ملاتړې دی او نۀ يوازې له اسلام سره په مخالفت یې بسنه كړې ده بلكې د مسلمانانو په مقدساتو پورې یې ټوقې او مسخرې شروع كړی دی او د ختمولو كوشش یې كوی.
20:01 , 2012 Sep 28
نړيواله ډله: ((د دهشتګردۍ په خلاف د كېنېډيانو اتحاديه)) نومې ښی پالې شدت پسندې ډلې د خداے د ګران رسول (ص) د مقدس شان په خلاف د ګستاخانه فېلم د خپرولو لپاره له خپلې فېصلې څخه خبر وركړ.
20:01 , 2012 Sep 28
نړيواله ډله: د اسلامی ملګرتياؤ د مؤسسې خارجه وزيران له اسلامی ضد حركتونو سره د مقابلې د لارو چارو د لټولو لپاره بیړنۍ غونډه تر سره كوی.
08:17 , 2012 Sep 28