اجتماعی ډله: د روس د حج او زياراتو د تنظيم د شمېرې له مخې د روس له دوو لكو نه زياتو مسلمانانو په تېرو لسو كلونو كښې يعنې له ١٣٨١ نه تر ١٣٩١ هجری نمريز كاله پورې د خداے د كور خانه كعبې زيارت وكړ.
22:23 , 2012 Sep 23
نړيواله ډله: ګوګل سره تړلې يوټيوب نومی ويب پاڼې اعلان وكړ چې د پيغمبر اكرم صلی الله عليه واله وسلم پۀ شان ګستاخی كوونكے فيلم په سعودی عرب كې بند كړې شو.
22:23 , 2012 Sep 23
نړيواله ډله: په فرانس كښې د ښی پاله افراطی ګوند مشره مارين لوپن په مغرب كښې د اسلام دښمنۍ د څپې په دوام كښې وړمه ورځ د وږی دمياشتې په ٣١ نېټه په عامه ځايونو كښې اسلامی پردې او ستر د استعمال د منعې غوښتونكې شو ه چې د هغې دغه غوښتنه د دغه هېواد د دينی مشرانو له سختې نيوكې سره مخامخه شوه.
22:22 , 2012 Sep 23
نړيواله ډله: د مقدساتو د اهانت د غندلو په غرض سره د سنی، شيعه او مسيحی ځوانانو ګډ اخباری كانفرنس سبا د تلې د مياشتې په دريمه نېټه په تهران كښې د امت واحده نړيوالې اتحادیې په دفتر كښې جوړیږی.
22:21 , 2012 Sep 23
نړيواله ډله:دپاكستان د رېلوۍ وزير د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم جوړوونكی د وژلو لپاره د يو لك ډلارو انعام مقرر كړ.
22:21 , 2012 Sep 23
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر ډاكتر علی لاريجانی نن د اسلامی راديو تلويزيونو د اتحادېې په ۶ مه غونډه كې په تهران كې زياته كړه نړيوالو حساسو بدلونونو ته په پام سره د اسلامی راديو تلويزونونو مسئوليت ډير مهم شوے دے.
22:20 , 2012 Sep 23
بين المللی ډله: اسلامی تعليمی، علمی او كلتوری سازمان آيسسكو پرون د جرنلسټانو نړيوالې اتحادئې IFJ ته په خطاب كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره د اسلامی مقدساتو او عقايدو د احترام او د هغو د حرمت د سپكاوی په بنديدو باندې ټينګار وكړ.
23:47 , 2012 Sep 22
سياسی ډله: د لبنان د علماؤ ټولنې د امريكې له حكومت څخه وغوښتل چې د خداے دګران رسول (ص) په شان كښې د ګستاخانه فېلم د جوړولو او خپرولو د عاملانو د سزا كولو غوښتنه وكړه.
21:24 , 2012 Sep 22
سياسی ډله: د ارمېنيا جمهوريت د اچميادزين مذهبی ښار د ((حواری)) كليساو روحانی مركز په يوه غونډه كښې د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په شان كښې ګستاخانه فېلم وغندۀ.
21:24 , 2012 Sep 22
نړيواله ډله: ((د يورپ مسلمان ځوانان او په لويدیځ كښې د هغوی مخې ته اوسنی خنډونه)) نومې سيمينار نن د تلې د مياشتې په وړومبۍ نېټه د سویډن په مالمو ښار كښې شروع شو.
21:24 , 2012 Sep 22
نړيواله ډله: د امريكې په سلګونو مسلمانانو پرون د وږی د مياشتې په ٣١ نېټه مازیګر د خداے دګران رسول (ص) په مقدس شان كښې له ګستاخۍ نه د ډك فېلم او كارټونونو د خپرېدو په خلاف د امريكې د مېشیګان صوبې په ډېربورن ښار كښې احتجاجی مظاهره وكړه.
21:23 , 2012 Sep 22
نړيواله ډله: د پاكستان لومړی وزير راجه پرويز اشرف پرون په اسلام اباد كې د خبريالانو په ټول كې د دې خبرې په كولو سره چې د مسلمانانو لپاره د اسلام د لوی پيغمبر صلی الله عليه واله وسلم په شان كې ګستاخی د نه منلو وړده.
20:35 , 2012 Sep 22