IQNA

محاکمه چې ۱۰ دقیقې یی دوام لرلو/ د شیخ قاسم نه شتون

12:27 - August 02, 2016
د خبر لمبر: 3480136
نړیواله ډله: د آل خلیفه محاکمې د آیت الله شیخ عیسی قاسم محاکمې غونډه تر ۱۴ اګست وځنډوله.
محاکمه چې ۱۰ دقیقې یی دوام لرلو/ د شیخ قاسم نه شتون

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل د بحرینی خبرونو سرچینو نه په نقل سره تاکید کړې چې د آل خلیفه محاکمې د حکم په رڼا کې بله غونډه ۱۴ اګست(۲۴ مرداد) باندې پیل کوې، دا غونډه د آیت الله عیسی قاسم په نشتون کې پيل شوه.

د بحرین سرچینو العالم سره مرکه کې تاکید وکړو چې د آیت الله شیخ عیسی قاسم محاکمې غونډه په لسو دقیقو کې تر پایی ورسېده.

د سعودی شاه زورنې سره له دې نه مخکې د آل خلیفه حکومت د بحرین د شیعیانو لارښود آیت الله شیخ عیسی قاسم نه د بحرین تابعیت ترلاسه کړې وو، چې د ولس له اړخه په ستره توګه غندلې شو، تر دې چې یو شمېر خلکو د دې عالم نه حفاظت لپاره د هغه د کور نه چې د الدراز سیمه کې شتون لرې شاوخوا ناست دې او دا ناسته همدارنګه ادامه لرې.

د محاکمې غونډه شروع کېدو نه ورستو د بحرین عمومي محاکمې اعلان کړې چې د شیخ عیسی قاسم نه شتون له کبله د هغه نه څېړنه بلې غونډې پورې وځنډوله.

د بحرین عمومي محاکمې همدارنګه وویل چې شیخ عیسی قاسم حاضرو لپاره لیک هم لېږلې شوې وو چې د هغه زوی یی د اخیستلو نه انکار کړې وو.

همدارنګه د بحرین سرچینو اعلان کړې چې په دې مقدمه کې تورن یو کس هم محاکمې ته نه وو راغلې د دغه سرچینو د اعلان په رڼا کې د یو تورن هم نه را تللو سره محاکمې تر بل تاریخه پورې وځنډولو.

د بحرین ښاریزو وویل چې د دې هیواد مقاماتو د شیخ قاسم د محاکمې لومړۍ غونډې باندې د انټرنیټ سرعت هم کم کړې وو.

د بحرین سترې محاکمې د دغه هیواد د شیعیانو ستر لارښود له ترهګرو سره مرستې باندې تورن کړې.

د بحرین محاکمې له دې نه وړاندې شیخ قاسم تابعیت باندې تورن کړې وو او ترې غوښتنه کړې وه چې هغه د دې هیواد له خاورې نه بهر شي.

http://iqna.ir/fa/news/3518294


captcha