IQNA

مراکش؛ د قرآنی ژباړو نړیواله پنځوسم کانفرانس کوربه

13:37 - July 05, 2017
د خبر لمبر: 3480572
نړیواله ډله: مراکش کې د دې کال اسفند میاشتې دویمې او دریمې باندې د قرآن کریم د ژباړې نړیواله پنځوسم کانفرانس پیل کېږي.
مراکش؛ د قرآنی ژباړو نړیواله پنځوسم کانفرانس کوربه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د linguistic.org خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس له مراکش انساني علمونو او هنر پوهنځي ژباړې برخه، د عربی ژبې ډله، د بلژیک «لووان» پوهنتون ژباړې او د مراکش الکندی پوهنې او ژباړې مرکز اړخه پیل کېږي.

قرآن کریم ژباړه کې مسیحي او یهودي چوکاټونه، د قرآن کریم پر ژباړه باندې ختیځ پوهنې نفوذ او ژبه پوهنې مطالعات د دې کانفرانس دا درې اصلی محور دې.

د لومړي محور قالب موضوعات لکه د قرآنی کېسو ژباړې باندې د ژباړونکو ذهنی چوکاټونه او د ابراهیمی دینونو مقدس کتابونو مشترک کېسو ژباړه او د اسرائیلیاتو(هغه روایتونه چې یهودی رنګ لري) د قرآن کریم یهودي او مسیحی ژباړنو مفهومونو چوکاټونو کې څېړنې کېږي.

د دویم محور قالب کې یعنې د قرآن کریم پر ژباړه ختیځ پوهنو نفوذ، شرق پوهنې ژباړه او د هغې قرآن کریم پر ژباړې اثر، د قرآن کریم نوې ژباړې باندې د فکري چوکاټ او د هغې اغیزې او د شرق پوهاندو د قرآن کریم ژباړه لپاره د غیر عربی کلماتو لار په اړه څېړنه کېږي.

د درېم محور قالب کې هم د قرآن کریم د لغاتو ژباړه کې د ژباړونکې ذهنی چوکاټونه، قرآن کریم کې خاص نومونه ، د قرآن کریم د ځنې سورتونو په شورو کې مقطعه تورې او قرآن کریم کې مترادف او لفظی مشترکات په اړه څېړنې کېږي.

د مراکش قرآنی کانفرانس کې ګډون کوونکې مینه وال تر اتم شهریور پوری فرصت لري چې د خپلو مقالو سریزه د کانفرانس دارالانشا ته را ولېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3614932


captcha