IQNA

د شیخ قاسم غړې ایکنا سره مرکه:

د بحرین تابعیت ضبط کېدل، د خلکو د غوښتنو نه د دفاع کولو سزا ده

11:39 - February 03, 2018
د خبر لمبر: 3481014
نړیواله ډله: د آیت الله شیخ عیسی قاسم غړې شیخ عبدالله دقاق د خپل تابعیت له بحرین عالی دېوان له اړخه اخیستلو تایید سره اعلان وکړو: د بحرین د شیعیانو لارښود نه دفاع او د دغه هیواد د خلکو غوښتنې نه دفاع زما د تابعیت ضبط کولو اصلی دلیل دي.
د بحرین د شیعیانو لارښود آیت الله شیخ عیسی قاسم د غړې په ایران کښې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنې(ایکنا) سره په مرکه کښې د بحرین د عالی دېوان له اړخه خپل تابعیت ضبط کولو حکم تایید سره څرګنده کړه: دا حکم د بحرین د مظلوم ولس غوښتو نه دفاع کولو او د آیت الله شیخ عیسی قاسم نه حمایت کولو په جرم کښې صادر شوي.
هغه په ادامه کښې همدارنګه، د بحرین عالی دېوان له اړخه آیت الله عیسی قاسم تابعیت ضبط کولو او د اعدام حکم صادر کولو او د ځنې بحرینی ښاریزو د تابعیت ضبط کولو حکم تایید ته اشارې سره تاکید وکړو: د بحرین حکومت د دارنګه حکمونو ورکولو سره غواړې خپل مخالفان دې ته مجبوره کړي چې له خپل سیاسي کارونو لاس واخلې چې د الله په حکم به دا څي هیڅکله ؤ نشي.
شیخ عبدالله دقاق زیاته کړه: د بحرین حکومت خپل ټول مخالفان خپل هیواد نه د تابعیت ضبط کولو سره خارج کوي چې هغوي په راحتي سره نورو هیوادونو ته سفر ؤ نکړي شي او د بشري حقوقو سازمان کښې د بحرین د خلکو مظلومیت څرګنده نکړي او د نړۍ دغه غږ تر غوږه نشي.
د حضرت آیت الله عیسی قاسم غړې چې به ایران کښې دغه توضیح ته ادامه ورکړه وویل: د بحرین حکومت د اعتراض کوونکو تابعیت ضبط کولو سره د هغوي نوم د نړیواله پولیس اینټرپل ته هم ورکوي چې د سفر به وخت د مختلفو هیوادونو په هوایي ډګر باندې ونیولې شي او د بحرین حکومت ته حواله شي.
هغه په اخیره کښې تاکید وکړو: د بحرین حکومت غواړې د بهرنې هر هیواد اواز چې د بحرین د ولسو په حمایت کښې اوچت شي خاموش کړي.
د بحرین عالی دېوان د بهمن میاشتې په نهم باندې د بحرین د شیعیانو لارښود آیت الله عیسی قاسم او د همدارنګه د په ایران کښې د هغه غړې حجت الاسلام شیخ عبدالله دقاق تابعیت ضبط کولو خبر تایید کړي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3686930
captcha