IQNA

د افغانستان خاوره دې د ترهه ګرو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي

15:44 - November 18, 2021
د خبر لمبر: 3484987
په ملګروملتو کې د ایران سفیر روښانه کړې ، ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه او د دوو ملتونو ترمینځ د ګډو تاریخي ،کلتوري ، ژبني او دیني پیاوړو پیوندونو په اساس  دافغانستان د ولس دمشکلاتو په نسبت بې پروا نشي پاتیکیدلی .

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپورراکړ، په ملګروملتو کې د اسلامی ایران سفیر اودایمی استازي مجید تخت روانچي د افغانستان دوضعیّت په باب  ددغې موسیسې د امنیت شورا په بیګانۍ ناستې کې په دې خبرې کولو سره چې باید د افغانستان د اقتصاد دبشپړ دړې وړې کیدا دمخنیوي لپاره هلې ځلې وشي ، زیاته کړې ده ،  دانسان دوستۍ وضعیّت ډير اندیښةنونکی دی  او د ژمي د موسم په رانزدیکیدا سره ، دافغانستان ولس له یوه ډير ستر انساني بوږنونکي وضعیّت سره مخامخ  دي .

په ملګروملتو کې د ایران سفیر روښانه کړې ، ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه او د دوو ملتونو ترمینځ د ګډو تاریخي ،کلتوري ، ژبني او دیني پیاوړو پیوندونو په اساس  دافغانستان د ولس دمشکلاتو په نسبت بې پروا نشي پاتیکیدلی .

 تخت روانچي ټینګار وکړ ، د افغانستان د تړل شوو شتمنیو آزادول  او دانسان دوستۍ د مرستو په موقعې وړاندې کول  چې  ددغه هیواد داقتصاد  داحیاء او د ولس دژوند  دنجات لپاره ضروري دي ،باید هیڅکله هم سیاسی او مشروطې نشي .

 تخت روانچي  په دې خبرې کولو سره چې  په افغانستان کې وروستۍ ترهه ګرې حملې ډيرې اندیښمنونکي دي ،زیاته کړې ،د افغانستان د درستو قومونو،مذهبونو او ډلو ټپلو په ګډون سره د ولس یو ټاکل شوی او ټول شموله  حکومت ، له ترهه ګرۍ  او منظمو جرمونو سره  مبارزې ته د ژمن  او ددرست  افغان ولس لپاره  د انساني حقوقو د رعایتولو په اساس د  ولس د حقوقو ملاتړکونکی یوه حکومت جوړیدا ،د یوه باثباته کرار  او د ولس  د هوساینې لپاره  یوه حیاتي چاره ده .

داپه داسې حال کې دي چې د په ملګروملتو کې د روسیې سفیر واسیلي نبینزا هم په دغې ناستې کې  پخپلې وینا کې په افغانستان کې د ټولشموله حکومت په رامینځةکیدا بانډې په ټينګار سره   ووئیل ، په افغانستان کې د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت جوړیدا ضروري ده چې  ددغه هیواد  ښځو اوماشومانو پشمول  دبشری حقوقو  رعایتول  او ددغه هیواد ددرستو سیاسی ډلو ټپلو استازیتوب وکړي .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1400/08/27/2610047/تخت 

captcha