ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،سراج الدین حقاني د کابل د پولیسو یو شمیر محصیلینو د فارغ التحصیلۍ په دستورو کې د رسنیو په وړاندې پخپل لومړني شتون کې ووئيل ، حکومت له درستو هیوادونو په تیره بیا له ګاونډیانو سره د سوله ایزو اومناسبو اړیکو په ټينګولو پسې دی .
حقاني دافغانستان پوځ او پولیسو ته په خطاب کې زیاته کړه ، دوي ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی او هغه کسان چې له هیواده بهر تللي دي ،بیرته راګرځيدلی او دخپل هیواد خدمت کولی شي .
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر دغه راز ووئيل د افغانستان ولس له څلورو لسیزو وروسته خپلو هغو غوښتو ته چې د پرَدیو هیوادونو له شتون پرته د اسلامی حکومت ټينګیدا ، او د سولې او امنیت رامینځةکیدا ده رسیدلی دی .
داپه داسې حال کې دي ، چې د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت دکورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني دلومړني ځل لپاره د رسنیو په وړاندې حاضر شوی او دهغه عکس د لومړي ځل لپاره رسندوئي شوی دی . سراج الدین حقاني د طالبانود حکومت تر ټولو قدرتمنه څیره حسابیږي او د حقاني چینل مشر هم دی او د ددي د وژل کیدا او یا د ورسپارلو په باب، د امریکا حکومت لس میلیون ډالري جایزه هم ټاکلې ده