ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي په يو پېغام کښې وویل: د حضرت امام رضا (ع) په پاک حرم کښې چې له ډول دين او مذهب نه بالاتر د نړۍ د ټولو پتياليو او ننګياليو انسانانو لپاره د امن ځاے دے پرونۍ پېښه زما بنده د دغه رئوف امام د ټولو مينه والو د غمجنېدو او زړۀ دردېدو سبب شوه.
ابراهیم ریئسی زیاته کړه، چې دغه پېښه به له مخکې زيات د اسلام او اسلامي ايران د مينه والو د وحدت او يووالي سبب شي او په نتيجه کښې به يې د انحرافي ډلو رسوائۍ رامنځته شي.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د هېواد د اطلاعاتو وزارت وګمارۀ چې د نورو ذي صلاح ادارو په ملګرتيا سره دې په ډېرې چټکۍ سره د پرونۍ ورځې د پېښې عوامل وپېژني او تعقيب کړي او نتييجه دې عوام ته اعلان کړي.