ایکنا خبری آژانس د صدای البلد له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ هر تعلیمي کال کې د الازهر د مدرسو د زده کونکو ترمینځ د شیخ الازهراحمد الطیب په څارنې سره ترسره کیږي.
د الازهر د مدرسو د ادارې مسئول په وینا،په دې برخې کې د قرآن کریم د چارو هره عمومی اداره ، ددغو سیالیو د ترسره کیدا مسئولیّت په غاړه لري او دغه سیالۍ د مصر په ټولو ولایتونو کې له دغه مرکز سره داړونده ادارو په غږملتیا سره ترسره کیږي. د الازهر د مدرسو دچارو ادارې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،سږکال سیالۍ په درستې نړۍ کې ترسره کیږی چې له ترتیل او حسن تلاؤت سره یو ځای د ټول قرآن کریم حفط کول، د قرآن کریم حفظ، له توبې سورې رانیولې د ناس سورې تر پاي پورې د قرآن کریم د شلو سپارو حفظ کول او له عنکبوت سورې تر ناس سورې وروستیو پورې د قرآن کریم د لسو جزؤ حفظ پکې شامل دی .
همداشان ګډون کونکي باید دالازهر مدرسو یا له دغه مرکز سره د اړونده د قرآن دحفظ مرکزونو او مدرسو زده کونکي وي او دګډون کونکو عمر هم باید له اتلسو کلونو زیات نه وي.
د د لومړي مرحلې ګټونکي لپاره د مصر یو لک پونډ جایزه ، او په څلورمې سوئې کې د وهم ګټونکي لپاره دوویشت زره مصري پونډ جایزه ورکول کیږي. دغه سیالۍ په مصر کې او د نړۍ په سویه د لابرلاسه قرآني وړتیاؤ د پيژندګلوۍ لپاره یو مرکز پيژندل کیږي.