IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/13

مصطفی مسلم او د قرآڼ کریم د تفسیر لومړنۍ دانشنامه

7:43 - January 03, 2023
د خبر لمبر: 3486694
ایکنا-(تهران)د قرآني علومو د پوهې ااو علم یو لوي متفکر شیخ مصطفی مسلم د کتاب،تحقیق او مقالې پشمول کابو نوی علمی آثار لري اوپه تیرو دوو لسیزو کې ئې ډير کتابونه خپره کړي  دي چې تر ټولو مهم ئې له قرآنی علومو  سره د اړونده دایرةالمعارفو برابرول او خپرول دي.

ایکناخبری آژآنس راپور راکړ، شیخ مصطفی مسلم محمد (2021-1940)د قرآن کریم د تفسیر په زمینې کې د سورئې  یو نامتو عالم دی . هغه له الازهر پوهنتونه پی ایچ ډي ترلاسه کړې ده،د قرآنی علومو متخصص او په تفسیر کې متخصص استاد ؤ او د ؛قرآن کریم دموضوعی تفسیر دایرةالمعارف ؛ سرپرست ؤ.هغه په تیرو دوو لسیزو کې ډير زیات کتابونه خپره کړي تردې چې د کرونا دمنحوس ویروس په خپریدا سره  د ۲۰۲۱کال د اپریل په اولسمه نیټه  په یو اتیا کلنۍ کې د همدغه منحوس ویروس باندې دککړتیا له ماله د ترکیې په جنوب کې په ؛غازي عنتاب ؛ښار کې ئې له دنیا سترګې پټې کړې.

مصطفی مسلم په سورئې کې د علم و پوهې یو بزرګ ؤ ،یو دیندار کس او د ښونې اوروزنې  خاوند چې خپل عمر ئې د ځوانانو دقرآني لارښونې او تربیت او تدریس لپاره  تیر کړ.

 هغه دعراق په کردستان کې د حلبچې له غمیزې وروسته(د ۱۹۸۸کال د مارچ په شپاړسمه نیټه د صدام په وسیله د حلبجې کیمیائي بمبارۍ وروسته)علمی او کلتوري فعالیتونو ته مخه کړه او په همدې دلیل وه چې د ؛کردستان دعالمانو ټولنه ؛ئې تاسیس کړه.

شیخ مصطفی مسلم په ۱۹۴۰کال کې د سورئې له حلب سره نزدې په عین العرب ښار کې زیږیدلی وو. هغه خپلې زده کړې په  دیني علومو کې تعقیب کړې. هغه په ۱۹۶۵کال کې د دمشق دپوهنتون له شریعت پوهنځي څخه د شریعت په څانګې کې ډګري ترلاسه کړه او په ۱۹۶۹ کال کې بریالی شو ، د مضصر په الازهر پوهنتون کې د دینی اساسو له پوهنځي  د قرآني تفسیر اوعلومو په څانګې خپل ماسټر ډګري هم پاي ته ورسوي.هغه همداراز خپله پي ایچ ډي هم له همدغه پوهنتونه په ۱۹۷۴کال کې ترلاسه کړه.

مصطفی مسلم تر نهو کلونو پورې په عربستان کې د استاد په توګه تدریس کوه.همداراز د متحده عربی اماراتو د شارجې په پوهنتون کې ئې هم تدریس وکړ او  په یووخت ئې  ددغه پوهنتون دځينو ډلو مشري هم په غاړه درلوده.

شیخ مصطفی مسلم د پی ایچ ډي  اوماسټر ډګریانو د کار پاي نامو(تهیسس) او دڅيړنو ارزونې کړي دي  او په ډيرو موردونو کې د عملی کارپوه ،دستیار په توګه ئې  هم فعالیت کړی دی . په اسلامی کنفرانسونو او سمینارونو کئې  هم ګډون کړی،ددیني مبلغانو لپاره ئې د روزونکو پړاؤنو څارنه هم کړې  او پر دغو پړاؤنو سربیره ئې د قرآني تفسیر او علومو په زمینې  کې هم ډير پړاؤنه ترسره کړي دي.هغه د ؛قرآن  کریم دموضوعي  تفسیر دایرةالمعارف؛ پر برابرولو هم څارونکی ؤ، دا هغه لومړنی دایرةالمعارف دی چې دقرآن کریم  موضوعګانې ارزوي .هغه همداراز دعراق په کردستان کې د شریعت پوهنځی یا کالج هم تاسیس کړ او دترکیې په غزي  عنتاب ښار کئې د  الزهرا پوهنتون په تاسیس سره خپل علمی فعالیت اوج ته ورسوه.

مصطفی مسلم،  د کتاب،تحقیق او مقالو پښمول کابو نوي علمي آثار لري  او په په تیرو دوو لسیزو کې ئې ډير زیات کتابونه خپره کړي دی.دهغو په ځينو آثارو کې  د : مباحث في إعجاز القرآن( د قرآنی معجزوپه باب موضوعګانې )، مباحث في التفسير الموضوعي( د قرآن د موضوعي تفسیر په باب ځيني بحثونه )، إعجاز القرآن الكريم في عصر الحاسوب(د کمپیوټر په زماانې کې دقرآن معجزې)،مناهج المفسرين(دمفسرانو رودې)، تربية الأسرة المسلمة في ضوء سورة التحريم(د تحریم سورې له منظره دکورنۍ تربیت )، التفسير الميسر للقرآن الكريم (د قرآن د تفسیر/د نولمسې سپارې).

captcha