ایکناخبری آژانس د المیادین له قوله راپور راکړ، الازهر پرون د یوې اعلامیې په صادرولو سره اعلان کړی،د سویډ اوهالینډ د درستو محصولاتو اوشیانو بایکاټول،د نړۍ یو نیم میلیارډ مسلمانانو د سپکاویو او له هغو سپکو او وحشي جنایتونو څخه په ملاتړ کې ددوي ددباؤنو په دلیل چې د بیان د آزادۍ په پوښښ سره د غیر انساني او غیر اخلاقي ارزښتونو په سپکاویو سره ئې کوي،ددغو دواړو هیوادونو حکومتونو ته یو مناسب ځواب دی.
الازهر اسلامی مرکز همداراز د قرآڼ کریم سوځول پر هغو خلکو تسلط او د بد اخلاقۍ او ګډوډئ دیکتاتوري بللي چې له خداي تعالی او د آسمان له خوا د هدایت له پیغام سره پيوند لري.
په دغې اعلامیې کې همداراز دغه بایکاټولو ته د اسلامی او عربی ملتونو د پابندۍ او له دغه بایکاټه د خپلو بچیانو ،ځوانانو او میرمنو دخبرولو په ضرورت ټينګار شوی او روښانه شوې ده،پوهه شئ چې په دې چارې کې هر ډول لټي او ویره او ځنډ،له دین څخه په ملاتړ کې ښاره لټي ده. هغه کسان چې مسلمانان په سپکاویو سره لمسوي، یوازې به هغه مهال متوجه شي، چې له اقتصادي اومالی محدودیّتونوسره لاس اوګریوان شي،ځکه چې دوي له دې پرته،بله ژبه نه درک کوي او ددوي په نظر کې ،دتولید او مصرف له قوانینو پرته بل هیڅ شی تقدس او سپيڅلتیا نه لري.
الازهر اسلامی مرکز له دې مخکې د سویډ له افراط پال اوښي پال بهیر سره داړونده یوشمیر جنایتکارو په وسیله د قرآن کریم سوځول محکوم کړي او دسویډ چارواکي ئې په درستې نړۍ کې د مسلمانانو په لمسولو او د اسلامی مقدساتوپه بیابیا سپکاویو تورن کړي دي. الازهر همداراز د نړۍ له مشرانو ،نړیوالو اورګانونو او بشري ټولنې غوښتي څ، ددیني مقدساتو د سپکاویو لپاره د هلوځلو په وړاندې دې کلک ودریږي.
په سویډن کې د ترکیې دسفارت په وړاندې د قرآن کریم د یوې نسخې په سوځولو کې د یوه افراط پال او زوړ پال سیاستوال راسموس پالوډن له دغه سپير اقدام یوازې څو ورځې وروسته،په هالینډ کې د پګیدا نومې اسلام ضده غورځنګ مشر اډوین واګنسفلډ هم په هیګ کې د پارلیمان د ودانۍ په وړاندې د قرآن کریم یوه نسخه ټوټه ټوټه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4117135