ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکړی چې، هغه په یوه ټویټري پیغام کې د دهراود د اوبو د اندازې د معلومولو له مرکز څخه د ایران د فني پلاوي د وروستۍ کتنې په هکله ولیکل: د دهراود د اوبو د اندازې د معلومنو له مرکز څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د فني ټیم کتنه چې د عادي د اوبو کال د سنجونې اساس دی د اعتماد د رامنځته کولو او په ښه ګاونډیتوب کې د رغنده تعاملاتو د پیلیدا مثبته نشانه ده.
حسن کاظمي قمي زیاته کړه، د افغانستان د دهراود د اوبو د اندازې د معلومولو مرکز ته د ایران د استول شوي پلاوي د کارپيژاندو د نظر پراساس چې په دغه مرکز کې د اوبو بهیر ولید او د هغه اندازه یې معلومه کړي ده د تیریدا په حال کې د اوبو د بهیر اندازه د نارمل د اوبو کال د میاشتې له اندازې څخه کم راپور شوی دی.
د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ډاګینه کړه: هیله کېږي چې د هیرمند له سین څخه د ایران د اوبو د حق اندازه په سم ډول او په عدالت سره معلومه شي او د هیرمند د تړون د درېیمې مادې د «ب» برخې پراساس هغه ایران ته وسپارل شي.
د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني حکومت چې د ایران د اوبو د حق د تامینولو ادعا یې کوله د هیرمند سیند د پاسه په نیمروز ولایت کې د کمال خان بند په جوړولو سره عملا د دغه تړون د اجرا مخه ونیوله چې د ایران په خاوره په تېره بیا په سیستان او بلوچستان ولایت کې د هیرمند سیند ګیرچاپیر سیمو د بوټو، د ځناورو او د انسانو ژوند ته ډېر تاوانونه ورسول.